وزیرستان کې د مېلمه پالنې له ځانګړي دوده خبر شئ
د وزیرستان خلک نه یوازې له خپلې سرپناه او جونګړې مخکې د مېلمنو لپاره د حجرې بندوبست کوي، بلکې تر هغه مېلمنو سره وي چې بېرته يې خپلې امنې سیمې ته ستون کړي او یا يې تر کوره ورسوي.
په وزیرستان کې که یوچا ته له کنډو پورې مېلمه ورځي، کوربانه يې لیدو ته خپل د چم او ګاونډ نږدې دوستان هم وربولي.
وزیرستانی قومي مخور عبدالله نور ازادي راډیو ته وايي، په وزیرستان کې د لېرې او نږدې سیمو د مېلمنو پالنه توپیر کوي.
دی وايي، که د کنډو له هغې هاخو یا د یوې لېرې سیمې مېلمه چاته ورځي، که د کوربه وس وي، پسه ورته حلالوي، خو نږدې مېلمنو ته بیا نور تیاری کېږي: "مېلمه ته کتل کېږي، یو مېلمه د لېرې ځای وي، یو د نږدې سیمې وي، یو د کنډو مېلمه وي، کنډو موږ دې ته وایو چې کوز له خوست او یا منګلو څوک ورشي، هغه د پسه حق لري، څوک د چرګ د حلالولو حق لري، څوک د غوړیو او وریجو حق لري، خو دا مېلمه چې زموږ کره راشي، تر کومه چې زه ورسره روان وم، تر هغه که څوک بده خبره ورته وکړي، نو هغه زما لپاره ډېره بدنامي ده. "
د وزیرستان د مایزر مدخېلو یو سپين ږیری حق مزار وايي، په وزیرستان کې د مېلمه ډېر عزت دی، هر څوک دا کوښښ کوي چې مېلمه يې خوښ او په عزت رخصت شي.
دی زیاتوي، که څه هم پخوا امکانات لږ وو، خو اوس له حجرو نیولې بیا د میلمه لپاره د ناستې او اوسیدو ټول ښه بندوبست شته.
قومي مشر حبیب خان مده خېل وايي چې د خوستوالو او وزیروالو میلمه پالنه یو ډول ده، له لېرو سیمو راغلو مېلمنو ته ډېر تیاری کېږي، خو که مېلمه په غرمه یا ماښام ورغی، نو داسې شی ورته پخوي، چې پخول يې ډېر وخت ونه نیسي.
دی وايي: "د میلمه پالنې په برخه کې د خوست او د وزیرستان د خلکو یو رسم رواج دی، میلمه ځانته ځای لري، یو مېلمه د لېرې ځای نه راشي، هغه ته خلک پسه حلالوي، یو میلمه په لنډ وخت کې درشي، هغه ته چرګ حلالوي، نو زموږ او د خوست د خلکو د میلمه پالنې یوه کیسه ده، توپیر په کې نشته. "
قومي مشر ملک حاکمین وايي، دې لپاره چې مېلمه خپه او په تنګ نه شي، نو کوربه يې په کور، کلي او خپلو ځمکو او جایدادونو ګرځوي او د خپل چاپيریال ښه ځایونه ورباندې ګوري.
دی د ښاري او کلیوالي سیمو د ملګرتیاوو او دوستیو د پاللو په باب وايي، په کلیوالي سیمه کې د مېلمه قدر او عزت بیخي ډېر وي.
په وزیرستانیو کې دا دود هم شته چې د کلي او قوم مېلمنو ته بیا په ډېر شانداره ډول په یوه لویه قومي جمه یا حجره کې میلمستیا جوړوي او که قوم ته ډېر محبوب وي او یا يې قوم ته صادقانه څه کړي وي، نو په پښتني دود وزیروال پټکي هم ورپه سروي.