فلسطین کې مظاهرې؛ اسرائیل د شخړو مخنیوي ته امنیتي تدابیر شدید کړل
![فلسطین کې مظاهرې؛ اسرائیل د شخړو مخنیوي ته امنیتي تدابیر شدید کړل](https://gdb.rferl.org/0981404B-2A2D-44CF-8093-A7C047F44532_cx0_cy2_cw0_w800_h450.jpg)
اسرائیل ویلي، له فلسطیني مظاهره چیانو سره د نورې شخړې د مخنیوي لپاره یې امنیتي تدابیر پرون شنبه(د غويي ۱۸مه) شدید کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د بیت المقدس په الاقصی جومات کې د شخړو پر مهال تر ۲۰۰ د زیاتو کسانو ټپي کېدو اندېښنې زیاتې کړې.
د اسرائیل د پولیسو کمېشنر یاکوف شبتي وویل، پرون شنبه د لیلة القدر یا د قدر شپې په درشل کې په بیت المقدس کې اضافي امنیتي ځواکونه وګمارل شول.
شبتي په یوه اعلامیه کې وویل، خلک به د مظاهرې حق لري، خو بلوا به سخت ځواب شي.