پاکستان د کرونا ضد ۱،۲میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړ
پاکستان پرون شنبه (د غويي ۱۸مه) د کوواکس پروګرام له لارې د کرونا ضد یو اعشاریه دوه میلیون ډوزه واکسین ترلاسه کړ.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) پرون شنبه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، دا د اکسفورډ د اسټرا-زینیکا واکسین لومړۍ بسته ده چې پاکستان ته ورکول کېږي.
کوواکس د واکسین هغه نړیوال پروګرام دی چې تر ډېره له بې وزلو هېوادونو سره د واکسین په برخه کې مرسته کوي.
دغه پروګرام په وروستیو کې د اکمالاتو له ستونزو سره مخامخ و.
د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په پاکستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ لکو او ۵۴زرو زیات دی.