روغتیا وزارت: د کابل دشت برچي کې چاودنه ۲۵ تنه ټپیان کړي
دا چاودنه د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته شوې.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حمید روشن ازادي راډیو ته پېښه تایید کړه، خو د تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.
د روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري رسنیو ته ویلي چې تراوسه ۲۵ تنه ټپیان د چاودنې له سېمې څخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
په ځینو راپورونو کې راغلي دي چې په سیمه کې درې چاودنې شوي.
د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.