چارواکي: میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي
چارواکي وايي په میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه په میدان ښار کې شوې.
ښاغلی مومند زياتوي: "د مرکز اړوند په پولاد خان سیمه کې زموږ په یوه پوسته کې دوو نفوذي کسانو له طالبانو سره لاس یو کړی، دغې پوستې ته ننوتلي او زموږ ۷ تنه سرتېري یې شهیدان کړي او یو تن ټپي کړی دی."
ښاغلی مومند زیاتوي چې نفوذي کسان تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او د پوستې ټول تجهیزات، وسلې او وسایلیې له ځان سره وړي دي.
د دې حملې مسؤلت تر اوسه چا نهدی منلی.