افغان چارواکي: ۱۷ ولایتونو کې سیلابونو ۵۴ تنه مړه کړي او ګڼ زیانونه یې اړولي
تېرو څو ورځو کې سیلابونو ګڼ شمېر ولایتونو کې خلک زیانمن کړي چې یو له هغو نورستان دی. د دې ولایت د دواب ولسوالۍ قومي مشر میراجان وایي، سیمه کې یې د تېرې ورځې سیلابونو څو خپلوان مړه کړي او ګڼ مالي زیانونه یې هم ور اړولي دي.
نوموړی زیاتوي: "پرون پېښه کې دوه درې لوی پلونه اوبو وړي، باغونه یې هم ویجار کړي او پر پله چې هغه مهال یو کس ولاړ و هغه یې هم وړی دی."
دغه قومي مشر په داسې حال کې د سېلابونو د زیانونو خبره کوي چې د افغانستان د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، تېرو پنځو ورځو کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د پنجشنبې (د غويي ۱۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د غویي میاشتې له ۱۲مې نېټې تر نننه پورې په ۱۷ ولایتونو کې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي عظیمي زیاته کړه: "تر دا مهاله چې تاسو سره خبرې کوم، ۵۶ شهیدان، ۲۵ ټپیان، نږدې ۳۰ کسان لادرکه شوي چې موږ یې د موندلو لپاره پلټنې پیل کړي دي، د طبیعي پېښو په ځانګړي توګه د سېلابونو له امله ۵۷ کورنۍ بې ځایه شوي دي چې موږ دوی ته د مرستو رسولو لپاره کار کړی او لومړنۍ مرستې ورته رسېدلي دي."
ښاغلی عظیمي وایي، د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه کچه په هرات، غور، سمنګان، بامیان، میدان وردګ او بدخشان ولایتونو کې ده چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د نوموړي په خبره په ټوله کې په دې وروستیو کې د افغانستان په۲۴ ولایتونو کې سېلابونه راوتلي دي.
بل خوا د طبیعي پېښو ته د رسېدنې برخه کې د چارو پوه ولي مدقق ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې که څه هم له تېرو لسو کلونو راپه دېخوا هرکال د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې سېلابونه راوځي خو په خبره یې د دولت او خلکو له لوري د زیانونو د مخنیوي لپاره جدي کار نه دی شوی.
ښاغلی مدقق څو مهمو ټکو ته اشاره وکړه چې کولی شي د تلفاتو د مخنیوي لامل وګرځي: "
لومړی دا چې دولت باید خلکو ته د سېلابونو د راوتلو د خبرتیا قوي سیسټم جوړ کړي.
دوهم د زېربناوو پیاوړي کول دي چې وکولی شي د سېلابونو د مخربو اغېزو مخه ونیسي.
درېیم د شنو سیمو بیارغونه ده چې هلته په کې د سېلابونو اوبه زېرمه شي.
څلورم مهمه ده چې د سېلابونو د راوتلو سیمه مشخص شي چې څومره ګواښوونکي دي؟
او پنځم د ابرېزو قوي مدیریت سیسټم دې رامنځته شي."
که څه هم تر اوسه د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کره شمېره نشته، خو سېلاب ځپلو غوښتنه کړې چې دولت دې ژر تر ژره دوی ته مرستې ورسوي.