مکسیکو کې د ریل چپه کېدو پېښې۲۰ تنه مړه کړي
د مکسیکو په پلازمېنه کې د ښاري میټرو د ریل د چپه کېدو په پیښه کې د مړو شمېر شل تنو ته پورته شوی دی.
د مکسیکو سیټي ښاروالې کلاوډيا شاینباوم ویلي، دې پېښه کې چې په ځايي وخت سهار وختي شوې اویا کسان ټپيان شوي هم دي.
هغې وویل، په کمرو کې ثبت شوي انځورونه ښيې چې د ښار په سویل کې د میټرو رېل ګاډی بې لیکې شوی او لوېدلی دی.
پېښه د میټرو په ۱۲ مه کرښه شوې چې مخکې یې خلکو له خرابولي شکایتونه هم کړي وو.