د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو ۶ زره فارمونه جوړوي
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال د هګیو د چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې په مرسته به په یو شمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړ کړي.
نوموړی زیاتوي چې د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.
په دغو فارمونو کې د هګیو چرګانو درې زره او ۵۲۰ فارمونه، د غوښینو چرګانو پنځه زره او ۷۲۳ فارمونه او د چرګانو څلور تکثیري فارمونه شامل دي.