د افغانستان روباتیک ډله د اسیا د پوهانو، نوښتګرو او پانګهوالو ډله کې راغله
د دغې مجلې په وینا پنځو افغان پېغلو د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته د مصنوعي اکسیجن (وینتېلاتور) سپکه وسیله تولید کړې ده.
تمه دا ده چې له دې وسیلې نه د ناروغانو په درملنه کې ګټه واخیستل شي.
فاربس په خپلې دې ګڼه کې سمیه فاروقي، ایدا حیدرپور، الهام منصور، فلورانس پویا او دیانا وهابزاده د روباتیک ډلې غړې یادې کړې دي.