په لومړي ځل د فوټبال اسیايي لوبو ته افغان لوبڅاران بلل شوي
د دغه فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، د هېواد د فوټبال نامتو لوبڅاران حلیم اقا شېرزاد او ننګیالی سادات به د (اسیا کلپونو جام) سیالیو کې چې د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه د اسیا په لوېدیځ د اردن په امان ښار کې جوړېږي لوبڅارنه وکړي.
د (اسیا کلپونو جام) فوټبال سیالۍ د اسیا له غوره لیګ وروسته د اسیا د فوټبال کنفدراسیون رسمي دوهم ټورنمنټ دی چې د اسیا د مرکز، لوېدیځ او سوېل زونونو د غوره کلپونو ترمنځ جوړېږي.