اوکراین، روسیه، فرانسه او جرمني د یوې احتمالي غونډې تګلاره جوړوي
د اوکراین، روسیې، فرانسې او جرمني د مشرانو لوړپوړي سلاکاران نن سره ټولېږي چې د یوې احتمالي غونډې تګلاره جوړه کړي.
دا غونډه د اوکراین ختیځ کې د کړکېچ د کمولو په هدف جوړېږي.
د سلا مشورو تر کچې نننۍ راټولېدنه له هغه وروسته ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د اوکراین، فرانسې او جرمني مشرانو له روسیې وغوښتل چې د اوکراین پولې ته نږدې د سرتېرو حضور بېرته کم کړي.
د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د تېر اوړي نازک اوربند هم وروستیو اوونیو کې مات شوی.
دغې سیمه کې د روان میلادي کال له پيله تر اوسه لږ تر لږه ۳۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.