قطر د فوټبال نړیوالو سیالیو ټول ګډونوالو ته د کرونا ضد واکسین ورکړي
قطر وايي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فوټبال نړیوالو سیالیو ټول ګډونوال به کرونا واکسین کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، دوی دا مهال د واکسین له ټولو تولیدونکو شرکتونو سره په خبرو بوخت دي چې د راتلونکي کال د فوټبال سیالیو کې ټولو ګډونوالو ته واکسین چمتو کړي.
عبدالرحمن ال ثاني زیاتوي، دوی تمه لري چې دغه سیالۍ د کرونا له ویروس پرته ترسره کړي.
د ۲۰۲۲ میلادي کال فوټبال نړیوال سیالۍ په قطر کې ترسره کېږي، دغه هېواد له اوله هڅه کوله چې د ښه کوربتوب لپاره خلکو ته ډاډ ورکړي.