په کونړ کې د اوربند لپاره د عالمانو لاریون
په کونړ کې یو شمېر دیني عالمانو، په جنګ کې له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکو وویل، روژه د رحمت، سولې او د مغفرت میاشت ده، نو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه کوي.
لاریون کوونکو د جنګ او افغان وژنې خلاف، د سولې او اوربند په ملاتړ شعارونه هم ورکول.