قرغېزستان کې نن خلک د رایې مرکزونو ته ځي
په قرغېزستان کې خلک نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د رایې مرکزونو ته ځي چې هغه نوي اساسي قانون ته رایه ورکړي چې د ولسمشر واک پیاوړی او د پارلمان واک کمزوری کېږي.
دغه ټول پوښتنه یا ریفرانډم درې میاشتې وروسته له هغې ترسره کېږي چې صدرجپاروف د یوه سیاسي کړکېچ په نتیجه کې د ولسمشر په توګه غوره شو.
د تېر کال په اکتوبر کې د پارلماني انتخاباتو وروسته د نوي حکومت په وړاندې پراخ اعتراضونه وشول چې په نتیجه کې یې دغه حکومت نسکور شو.
جپاروف چې د پخواني ولسمشر سورونبای جینبیکوف تر استعفا وروسته د دغه سیاسي بحران په نتیجه کې د مؤقت ولسمشر په توګه غوره شوی و، د تېر کال په نوومبر کې یې د اساسي قانون نوې مسوده تصویب کړې وه.