دجګړې ددوران دجنسي تیرې یوې قرباني شوې ښځې دکوسووا د پارلمان غړې شوه
دپارلمان نوې غړې، واسفېه کراس نیکي ګودمن ، تابو مات کړ. او د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو دجنګونوپه مهال یې دخپلې ترخې تجربې داستان خلکو ته بیان کړی.
سره لدې چې دغه ډول جنګي جنایتونه په پراخه توګه ترسره شوي خو تراوسه کوم تورن کس کوسوو کې رسما نه دی محاکمه سوی.
میرمن ګودمن وايي دپارلمان دغړې په توګه اوس غواړې دجنسي تیریو د قربانیانو غږ اوچت کړي او دعدالت لپاره هلې ځلې وکړي.