د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ؛ نن د کندهار او هلمند لوبډلې سیالي کوي
په هرات کې د افغانستان د فوټبال اتلانو د لیګ د سیالیو په دوام نن هم دوه لوبډلې د لوبې ډګر ته ننوځي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "دا سیالۍ به نن جمعه هم دوام وکړي. نن د لیګ په ۱۵مه ورځ او د هرات په کوربهتوب په درېیمه لوبه کې به د کندهار د عینو مېنې او د هلمند د لغماني عصمت لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي."
پرون د هلمند د عصمت لغماني او د هرات د سرخپوشانو د لوبډلو ترمنځ لوبه صفر د صفر پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
په کابل کې بیا د نجونو د فوټبال لیګ روان دی او پرون پنجشنبه د کابل رویال لوبډلې د بنین د ستورو لوبډلې ته ۱۰ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.