روغتیا سازمان: افغانستان کې د کرونا مخنیوي لارښوونو نهرعایتول ګواښ پېښوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' د مخنیوي لپاره د روغتیايي لارښوونو نهرعایتول د ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سمون اداره یا اوچا په یوه خبرپانه کې چې پرون د وري په ۱۹مه نېټه خپره شوه وايي، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له دې کبله اندېښنه لري چې په افغانستان کې عموماً خلک د ماسک د اغوستو او د ټولنیز واټن د ساتنې مقررات نهمراعاتوي.
د بیان له مخې «WHO» همداراز د کرونا ویروس د نویو بڼو له کبله چې موارد یې په افغانستان کې موندل شوي دي هم اندېښنه ښودلې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د پرونۍ ورځې تر پایه په افغانستان کې نږدې ۵۷ زره کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي او ۲،۵۱۶ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.