د دوه روس او یو امریکایي ستورمزلو سفینه د فضایي سټېشن پر لور ولاړه
یوه روسي سفینه چې دوه روسان او یو امریکایي ستورمزلي پهکې ول نن له قزاقستان څخه د فضایي سټېشن پر لور ولاړه.
د روسیې فضایي ادارې راسکاسموس تمه وښوده چې دا سفینه به په درېیو ساعتونو کې نړیوال فضایي سټېشن ته ورسېږي.
اولیګ نویڅکي او پیوتر دوبروف د ناسا له یوه ستور مزلي مارک ټي واندهې سره په دې سفر کې ملګري دي.
ټاکل شوې د روانې اوونۍ په وروستیو کې د امریکا د یوې خصوصي کمپنۍ سپېس اېکس یوه سفینه هم له فلوریدا څخه نړیوال فضایي سټېشن ته ولاړه شي.
دا مهال څلور امریکایان، دوه روسان او یو جاپانی ستورمزلی په نړیوال فضایي سټېشن کې دي.
له دې ډلې درې تنه بهیې د نویو ستور مزلو له ورتګ سره په یوې اوونۍ کې بېرته ځمکې ته راشي.
د سیوز دغه سفینه چې نن فضا ته ځي، د لومړني روسي ستورمزلي د درناوي په پار، یوري ګاګارین نومول شوې ده.