د اروپا فوټبال لیګ؛ تېره شپه څلور بېلابېلې لوبې وشوې
د اروپا په فوټبال لیګ کې تېره شپه څلور لوبې وشوې.
د هالنډ ایاکس لوبډلې په خپل کور کې له ایټالیایي حریف روما څخه دوه د یو پر وړاندې ماته وخوړه.
د انګلستان ارسنال هم په خپل کور کې د چک جمهوریت د سلاویا پراګ پر وړاندې یو په یو مساوي شو.
د اروپا په لیګ کې د کرواسیا استازي داینمو زاغریب د خپل اسپانوي سیال ویا ریال څخه په یوه ګول ماته وخوړه.
او د انګستان مانچستر د حریف په کور، اسپانیایي لوبډلې ګرانادا ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.
د دې لوبو د بل دور وروسته راتلونکې اوونۍ څرګندیږي چې له دې ډلو کومې یې نیمه پایلوبو ته وځي.