د بشر حقونو څار ډله: ښځې باید په بشپړه توګه د افغانستان سولې خبرو کې برخه واخلي
د بشر حقونو څار ډله
د بشر حقونو څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپله خپرونه کې لیکي چې ښځې باید په بشپړه توګه د افغانستان د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعینو اندېښنه ښکاره کړې ده چې په ترکیه کې به د سولې له خبرو ښځې او د جګړو د قربانیانو استازي څنډې ته شي.
له دې ډلې شینکۍ کړوخېل ازادي راډیو ته د ازادۍ په څپو کې پروګرام کې د سولې په اړه د پنجشنبې په ورځ په بحث کې وویل چې دې دا معلومات ترلاسه کړي چې مېرمنو ته ویل شوي چې د ترکیې په غونډه کې به برخه نهاخلي.
تمه ده چې د افغانستان د دولت، طالبانو او نړیوالې ټولنې استازي د اپرېل په ۱۶مه په استانبول کې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
د بشر حقونو څار ډله په خپله خپرونه کې لیکي، د ملګرو ملتو جګپوړي چارواکي، سرمنشي انتونیو ګوترش، د سرمنشي مرستیاله امنه محمد، د افغانستان لپاره د سرمنشي خپل استازی جین ارنو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز باید په ښکاره ژمنه وکړي چې د سولې په اصلي خبرو کې ښځې هم ګډون کوي.
خپرونې بیا د بشر حقونو د څار ډلې د بشري حقونو د همغږه کوونکې موقتې مشرې هیدر بار خبرې رااخیستي چې وایي، د افغانستان د غونډې د کوربه په توګه ملګري ملتونه دې ته اړتیا لري چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې په اصلي خبرو کې ښځې په بشپړه توګه برخه اخلي.
هیدر بار زیاتوي چې د افغانستان په راتلونکي کې باید ښځې مرکزي نقش ولري.
وار ان د راکس
وار ان د راکس خپرونه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله څېړلې ده. دا خپرونه لیکي، ولسمشر جو بایډن په تېرو درې اوونیو کې دوه ځله په ښکاره وویل چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو ایستل د مې تر لومړۍ نېټې څومره سخته دي.
دا هغه نېټه ده چې تېر میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې امریکایي پلاوي له طالبانو سره موافقه کړې وه چې خپل ټول پوځیان به تر دې نېټې له افغانستانه باسي.
خپرونه وړاندې لیکي، د ډېرو ځواکونو ایستل پېچلي وي په تېره بیا چې سرتېري او وسایط ټول له یوه ځایه ایستل کېږي.
د وار ان د راکس خپرونې په باور له داسې ځایه چې هلته امنیت نهوي، دا هڅې نورې هم پېچلې شي ځکه چې د ځینو شیانو انتقال پهکار دی او د ځینو لهمنځه وړل پهکار دی او د تخلیه کېدو لپاره وخت ته اړتیا ده څو په منظم شکل هرڅه سم ترسره شي.
خپرونه وړاندې لیکي، که چېرته په څو اوونیو کې امریکا خپل ځواکونه باسي، نو هم به ګران ورته پرېوځي او هم به سخته وي.
خپرونه څرګندوي چې د متحده ایالاتو او ائتلافي ځواکونو پرېښودل بله ستونزه ده چې هغه به په افغانستان کې پاتېږي.
د خپرونې په باور داسې ښکاري چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو لپاره د څو اوونیو پر ځای څو میاشتو ته اړتیا شته.