تېرکال افغانستان کې کابو ۳ میلیونه د حیواناتو پوستيکي تولید شوي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په دې هېواد کې په تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې شااوخوا ۳ میلیونه د حیواناتو پوستيکي تولید شوي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، د دې وزارت د معلوماتو له مخې تېر ۱۳۹۹ کال کې په هرات، سرپل، غزني، پروان، بغلان، فاریاب، کندز، کندهار او فراه ولایتونو کې د حیواناتو پوستيکي زیات تولید شوي دي.
د ښاغلي رستمي په خبره، ترلاسه شوي پوستیکي د قره قل په ګډون د غواګانو، پسونو، وزو او هوسۍ ګانو دی چې په اوس وخت کې د خرڅلاوو تود بازار لري.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې د قره قل پوستیکي د هېواد په شمالي ولایتونو کې زیات تولیدیږي او د دې شمېر پوستکو د تر لاسه کولو سره د چرم جوړونې صنعت هم د ودې په حال کې دی.