کندز کې یوه ټرافیکي پېښه کې یو مړ او ۲۳ نور ژوبل شوي
په کندز ولایت کې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې تر ۲۰ ډېر کسان ژوبل شوي او یو تن هم مړ دی.
د کندز ولایت د حوزوي روغتون رئیس ډاکتر نعیم منګل ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه سهار شااوخوا ۹ بجې په ابدان دښته کې شوې ده.
د ښاغلي منګل په وینا روغتون ته ۲۳ ټپیانو وروړل شوي چې د هغو په منځ کې ۱۵ ښځې، ۵ ماشومان او نور سړي دي.
د پېښې د څرنګوالي په اړه د ټپیانو یو خپلوان وايي چې دوی په یو ټونس پیکپ موټر کې له ارچي ولسوالۍ څخه راتلل چې په لار کې د موټر ټاير بچ شو او له دې کبله چې د موټر سرعت زیات و، چپه شو.