د افغانستان له فساد سره د مبارزې کمېسیون د ۱۲۷ دولتي چارواکو تنخواګانې وځنډولې
د افغانستان له فساد سره د مبارزې کمېسیون د ۱۲۷ لوړ رتبه دولتي چارواکو د تنخواګانو د ځنډولو خبر ورکوي.
دغه کمېسیون وايي، دا تصمیم له هغې وروسته ونیول شو چې دغه چارواکي حاضر نهشول د خپلو شخصي شتمنیو د ثبت په اړه څرګندونې وکړي او پهکې ابهام موجود و.
د دغه کمېسیون رئیس عبدالقیوم نظامي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۸» د خپلې ادارې د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال خبري ناستې ته وویل، دغه لوړ رتبه چارواکو د شتمنیو د ثبت په فورم کې ناڅرګند معلومات ثبت کړي او حاضر هم نهشول چې د دغو ابهاماتو د سپیناوي لپاره څرګندونې وکړي.
ښاغلي نظامي زیاته کړه چې د درې نورو لوړرتبه کارکوونکو دوسیې د لا ارزونې په هدف هم لویې څارنوالۍ ته لیږل شوې دي.
ده زیاته کړه: "دغې ادارې د شتمنیو ۵۰،۲۰۰ فورمې ثبتې کړي چې د ۳۶۵ ابتدايي ارزونه شوې او د ۶۵۰ هغو ارزونه د بشپړېدو په حال کې ده. د درې نورو چارواکو دوسیې د مبهمو معلوماتو د ثبتولو له امله لویې څارنوالۍ ته استول شوې دي. په ټوله کې د ۱۲۷ چارواکو امتیازونه او تنخواګانې ځنډول شوي او په لا ارزونې یې کار روان دی."
ښاغلي نظامي د دغو چارواکو نومونه یاد نهکړل، خو خبرداری یې ورکړ، هر چارواکی چې په هېواد کې دننه یا بهر د خپلو شتمنیو د ثبت لپاره حاضر نهشي او یا خپلې غیر قانوني شتمنۍ د دولت حساب ته وانهړوي دغه کمېسیون به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې دغه کسان محاکمې ته وسپاري.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ازادی راډیو ته وویل: "کومې قضیې چې له اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون لهخوا دوی ته رسېدلي د تعقیب، څېړنو او ارزونې لاندې دي، د ځینو په اړه تصمیم نیول شوی او د ځینو د ارزولو کار روان دی، معلومات بهیې له پای ته رسېدو سره له خلکو سره شریک شي."
د اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون چارواکي وايي، د کابل د نړیوال هوايي ډګر له لارې د غیر قانوني پیسو، زرو، قیمت لرونکو اسنادو لېږدول هم په دغه کمېسیون کې تر ارزونې لاندې دي.
دغه کمېسیون په درېیو لومړیو میاشتو کې د اداري فساد په تړاو ۴۷ شکایتونه ثبت کړي دي.
یاد کمېسیون وايي، که ومومي چې په کوم وزارت یا اداره کې فساد شوی، نهیوازې دا چې د فساد عوامل به وڅېړي، بلکې د دغه بنسټونو مسؤلین به هم ځواب ویلو ته اړ کړي.