د حسین بخش صفري بریا د خلکو او دولتي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوه
د ازادې مبارزې افغان لوبغاړی حسین بخش صفري د خپل روسي سیال په وړاندې تر بریا وروسته د خلکو او دولتي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوی.
نوموړي تېره شپه ناوخته په مسکو کې خپل روسي سیال اکتابرین یکولیوف ته ماتې ورکړه.
د حسین بخش صفري همېشنی شعار دی: "صفري بېځایه نړۍ ته نهدی راغلی".
د ازادو سیالیو دغه افغان لوبغاړی وایي، دندهیې دا ده چې په سیالیو کې ښه وځلېږي او د خپلو سیالانو په ماتولو سره افغانانو ته خوښي وروبخښي.
دی زیاتوي: "صفري د خپلو خلکو او کورنۍ په وړاندې ایماني او وجداني دنده لري چې باید ادا یې کړي، په همدې اساس هڅه کوم څو دا دنده په ښه توګه سرته ورسوم، تل د مبارزې ستراتېژي لرم او میدان ته له تلو وړاندې خپل سیال ښه مطالعه کوم څو کمزوري او قوي ټکي یې معلوم کړم."
ښاغلي صفري په روسیه کې د تېرې شپې د لوبې پر مهال خپل روسي سیال په درېیم روند کې مات کړ.
لوبه د حبیبالله نورمحمدوف اياېفسي سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوه.
ښاغلی صفري لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د دغو سیالیو په چوکاټ کې لوبېږي.
ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش صفري د بریا مبارکي ورکړې ده.
په ورته وخت کې د نوموړي بریا په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو د پراخې خوښۍ لامل شوې.
یو شمېر عامو وګړو د دغه بریا په اړه خپل نظرونه له ازادي راډیو سره مطرح کړل.
له دې ډلې مریم عزیزي او و احمد جان وویل: "زه د ښاغلي صفري په بریا ډېر خوښ یم، افغان لوبغاړي له ګڼو ستونزو سره د خپل ملت یوځای او متحد ساتلو لپاره هڅه کوي، د صفري بریا د خلکو په شونډو موسکا راوسته باید لانور وهڅول شي او ملاتړ یې وشي."
"کومه سیالۍ چې په روسیه کې وشوه، صفري پهکې ښه وځلېده او لوبهیې وګټله، دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی او ورته مبارکي وایم."
د ازادو سیالیو بل اتل احمد ولي هوتک بیا تېره ورځ د ازادي راډیو د ځوان فکر خپرونې سره په خبرو کې د ښاغلي صفري وړتیاوو ته په کتو دا وړاندوینه کړې وه چې نوموړی به خپل روسي سیال ته ماتې ورکوي.
حسین بخش صفري د افغانستان په ازادو سیالیو کې هغه تکړه لوبغاړی دی چې تر دې وړاندې یې هم ګڼې بریاوې خپلې کړي او خپلو خلکو تهیې خوښۍ ور په برخه کړې دي.
ده په ۱۳۹۶ کال کې په ترکمنستان کې د جوجیتسو په اسیایي سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.
د افغانستان د جوجیستو فدراسیون رئیس محمد صابري نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي صفري تر دې وړاندې بیا په مغلستان کې په اسیايي لوبو کې د اتلولۍ په ګډون د اماراتو او روسیې په سیالیو کې هم بېلابېلې لاسته راوړنې درلودې.