له روس سره ښې اړيکې جوړول د پاکستان په لومړيتوبونو کې دي: قرېشي
د اپرېل پر اوومه په اسلام اباد کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګې لاوروف سره ګډې خبري غونډې ته شاه محمود قرېشي وويل، له خپل روسي سيال سره يې په امنیتي، دفاعي، د ترهګرۍ ضد هلو ځلو او د افغانستان سولې پروسې تر څنګ د سيمې امنيت، توانايۍ او د شمال جنوب ګيس پايپ لاين منصوبې په اړه هم خبرې وکړې.