شمالي کوریا: بایډن د توغندیو د ازموینې په غندلو سره ناسم ګام واخېست
![شمالي کوریا: بایډن د توغندیو د ازموینې په غندلو سره ناسم ګام واخېست](https://gdb.rferl.org/50bf833d-f442-4cd4-9e45-1ef54ab68819_w800_h450.jpg)
د شمالي کوریا یو جګ پوړی چارواکی وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د پیونګ یانګ د توغندیو د ازموینې په غندلو سره لومړی ناسم ګام واخېست.
ولسمشر بایډن د پنجشنبې په ورځ په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې دا ازموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه ده.
د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د مارچ د ۲۴مې نېټې د توغندیو د ازموینې مسوول ري پیونګ چوی نن په یوه بیان کې وویل چې د متحدو ایالتونو نوې ادارې په څرګنده ناسم ګام پورته کړ.
په بیان کې راغلي چې دا څرګندونې پاروونکي او د خپل ځان د دفاع لپاره د شمالي کوریا پر حق تېری دی.