د جوجیتسو لوبه؛ افغانستان نړیوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ
د افغانستان د جوجیتسو لوبډلې په انلاین نړېوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ.
د دغه فدراسیون رئیس محمد صابري نن شنبه (د وري ۷مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ چې شپږ ورځې وړاندې په انلاین ډول د 'چین، امریکا، ایران، بنګله دیش، بلغاریا، ارجنټاین، مراکش او افغانستان' ترمنځ پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.
ښاغلی صابري وایي، دغه سیالۍ د جوجیتسو نړیوال فدراسیون له خوا رهبري کېدې.
نوموړي وویل، یادو سیالیو کې مراکش لومړی افغانستان دوهم او ایران درېیم ځای خپل کړ.