د کونړ چارواکي: دانګام کې د طالبانو د محبس مشر نيول شوى
حکومتي مسولين وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د محبس مشر نيولى دی.
د کونړ والي محمد اقبال سعيد ازادي راديو ته وويل، په غازي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د يو مهم قوماندان ورور او په ياده ولسوالۍ کې يې د محبس مسول ملک جان نيولى دی.
والي وويل، ملک جان له پاکستانه تازه د دانګام ولسوالۍ ته راغلى و چې په وینا یې غوښتل چې د ښځو جامو او چادرې کې خپلې ولسوالۍ ته لاړ شي، خو په دانګام کې د ملي امنيت ځواکونو ونيوه.
ملي امنيت د ملک جان په ګډون پنځه تنه رسنيو ته وښودل چې د چارواکو په وينا ټول يې د تروريستي کړنو په تور نيول شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو او د نورو نيول شویو،کسانو په اړه څه نه دي ويلي.