ترکیه کې د ښځو په اړه د ولسمشر اردوغان وروستۍ پرېکړې غبرګونونه راوپارول
ترکیه لومړنی هېواد و چې د اروپایي ټولنې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او کورني تاوتریخوالي سره د مبارزې دغه کنوانسیونیې په ۲۰۱۱ کال په استانبول کې د وزیرانو د کمېټې په غونډه کې لاسلیک کړی و.
دغه مظاهرې په استانبول، انقره او ازمیر کې ترسره شوې.
د استانبول په مظاهرو کې یوه ګډونوال له ځان سره د هغو ښځو تصویرونه لېږدول چې په ترکیه کې وژل شوې دي.
له دغه کنوانسیون څخه د ترکیې وتل پر هغو ښځو یو ګوزار دی چې د ښځو د حقونو د پیاوړتیا لپاره مبارزه کوي.
اروپایي شورا دغه پرېکړه ورانوونکې بللې او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه اروپا او په ټوله کې ترکي ښځو ته یو بد پیغام ورکوي او فرانسې ویلي چې د حقونو په برخه کې دغه په شا تګ د اندېښنې وړ دی.