بلخ کې یوه افغان ځوان د خبرو کولو، پيغام او زدهکړې پروګرامونو سافټویر جوړ کړی
په بلخ ولايت کې د احمد وفا په نوم يو ځوان د الکترونکي پيغام لېږدولو داسې سافټوير جوړ کړی چې د خبرو کولو او په ټولهيیزه ټوګه ترې د زدهکړو لپاره کار اخيستل کېداي شي.
دا سافټوير "اوا" نومول شوی دی.
احمد وفا د دې پيغام رسوونکي په جوړولو دوه کاله لګولي او اوس په انډرايډ ټيليفونونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
۲۷ کلن احمد وفا چې په بلخ کې له کمپيوټر ساينس پوهنځي څخه فارغ شوی، خپلو هېوادوالو غواړي چې دا سافټوير په خپلو ټيليفونو کې ډاونلوډ کړي.
دی وايي، د دې سافټوير په جوړولو کې ورسره هېڅچا مرسته ونهکړه، خو ده هوډ درلود چې د دې سافټوير په جوړولو سره خپله وړتیا څرګنده کړي.
احمد وفا وايي: ''ما غوښتل چې د زدهکړو لپاره يو انلاين سيستم رامنځته کړم، همدا لامل شو چې دا سافټوير جوړ کړم ترڅو خلک هم ترې د خبرو او هم زدهکړو لپاره ګټه واخلي، بله دا چې تر اوسه چا په هېواد کې دا ډول سافټوير نهو جوړ کړی او ما د هېواد کلتور سره سم دا سافټوير جوړ کړ.''
ده هڅه کړې چې په دې سافټوير کې د افغانستان د فرهنګ مطابق شکلونه استفاده شي او په پښتو، دري او ازبکي ژبو کار کوي.
د احمد وفا يوازېنۍ هيله په افغانستان کې د سولې ټینګښت دی ترڅو د افغانستان نور استعدادونه هم ورته کړنې وکړي.
دی زیاتوي: ''دا زموږ د هېواد لپاره يوه ښه لاسته راوړنه کېدلای شي او په کمو امکاناتو کولای شو چې د ټکنالوژۍ برخه کې له نورو وړاندې واوسو.''
په دې ورستيو کې ډېری ځوانانو د ټکنالوژۍ په برخه کې نوي کارونه وکړل، د زدهکړو له سافټويرونو رانيولې بيا د کمپيوټر لپاره تر لوبو چې يوه ښه بېلګهیې د نجونو له لوري د روبوټونو جوړول وو.
هغه کسان چې په دې برخه کې يې کار کړی بيا دا لاسته راوړنه د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان لپاره وياړ بولي.
د ټکنالوژۍ برخې کارپوه عبدالله حميدي وايي: ''په افغانستان کې د ټکنالوژۍ وضعيت هيله بخښونکی دی، د نجونو د روبوټونو په څېر چې کوم پرمختګ شوی په دې برخه کې دا د هيلهمندۍ ځای دی، حکومت بايد دا ډول ځوانان وهڅوي او د کار زمينه ورته برابره کړي.''
په ورته مهال د افغانستان مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند نصرتالله ناصري وايي چې دې وزارت د ساينس او ټکنالوژۍ په نوم يو رياست رامنځته کړی ترڅو له هغه کسانو ملاتړ وکړي چې په دې برخه کې يې نوښتونه کړي دي.
ښاغلی ناصري وايي: ''موږ په دې رياست کې د ځوانانو له نوښتونو ملاتړ کوو او څېړوو يې، د پانګې راټولولو لپاره ورته نندارتونونه جوړوو.''
په داسې حال کې چې اوسني وضعيت او په قطر کې د سولې مذاکراتو نامعلوم برخليک ډېری ځوانان له بل هر وخت څخه نهيلي کړي دي، خو بيا هم د وفا په څېر ځوانان هم شته چې په خپل هېواد کې د نورو ځوانانو لپاره د کار موندلو په لټه کې دي.