اذربایجان کې محکمې د خبریال اسلانوف د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه
![اذربایجان کې محکمې د خبریال اسلانوف د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه](https://gdb.rferl.org/7C59EA65-090B-47F5-BED9-B6BA182E556E_w800_h450.jpg)
په اذربایجان کې محکمې د خبریال پولاد اسلانوف د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه. دی د ستر خیانت په تور زنداني دی.
دې خبریال او د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې دا قضیه سیاسي انګېزه لري.
په باکو کې محکمې د دوشنبې په ورځ د اسلانوف درخواست رد کړ. د ده مېرمنې ازادي راډیو ته وویل چې قضیه به اوس سترې محکمې ته راجع کړي.