روسیې د نړیوالې فضایي اډې پر لور باروړونکې بېړۍ وتوغوله
روسیې نن د قزاقستان د بایکانور له فضایي اډې یوه باروړونکې بېړۍ د نړیوالې فضایي اډې پر لور وتوغوله.
د روسیې د فضایي چارو چارواکو وویل، پراګرس MS-16 بېړۍ به چې په خوراکي موادو، اوبو، تجهیزاتو او نورو وسایلو بار ده، دوه ورځې وروسته د فبرورۍ په اولسمه له دغې فضایي اډې سره ونښلي.
په اوس وخت کې په دغه فضایي اډه کې د روسیې، د امریکا د متحدو ایالتونو او جاپان اوه فضانوردان اوسي.
د روسیې پراګرس بېړیو له اوږدې مودې راهیسې په تېره بیا له ۲۰۱۱ کال وروسته چې د امریکا د شټل فضایي بېړۍ له کاره ولوېده، دغې نړیوالې اډې ته د خلکو او بارونو په لېږدولو کې مهم رول لوبولی دی.