د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د همغږۍ شورا اعتراضیه ناسته!
د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د همغږۍ شورا د ټرانسپورټي فعالیتونو پر وړاندې پرتو خنډونو او ستونزو له امله نن اعتراضیه ناسته جوړه کړه.
د دغې شورا مشر طلا محمد اتمانزي نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوی دغه اعتراضیه ناسته د مخ په زیاتېدونکو ننګونو او د ستونزو د هواري په برخه کې د ټرانسپورټ وزارت د نه پاملرنې له امله ده.
خو نوموړي د دغه ستونزو په اړه په جزئياتو سره څه ونه ويل.
په دغه ناسته کې د هرات، تورخم، حیرتان او غلام خان بندر استازو ګډون کړی وو.
د نوموړي په وینا که د ټرانسپورت وزارت د دوی ستونزو ته حل لارې ونه مومي، دوی به د هېواد په څلورو زونونو کې خپل فعالیتونه ودروي.
د لارو په اوږدو کې امنيتي ستونزې او بې موجبه د پيسو اخېستل نورې هغه ستونزې دي چې سوداګر ترې په کور دننه سرټکوي.
ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې اړه له ټرانسپورت وزارت سره وغږیږي، خو له پرله پسې اړیکو سربېره هم دغه وزارت خبرو څه ونه ویل.