عبدالله: د طالبانو دریځ سخت شوی، خو دا ستونزې بايد د سولې مذاکرات ونه دروي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، اوربند د ټولو خلکو غوښتنه ده او د سولې بهیر کې له نړیوال ملاتړه برخمن دي.
د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله د چهارشنبې (د سلواغې ۸مه) په ورځ کابل کې د افغان ښځو شبکې له لوري په يوې جوړه شوې ناسته کې وویل چې اوربند د سولې په معنا نه بلکې د دایمي سولې لپاره د دواړو خواوو د ارادې ښکارندوی دی.
ښاغلی عبدالله وایي چې له دوه اړخېزې دمې او د مذاکراتو له بیا پیل وروسته، د طالبانو دریځ سخت شوی، خو په خبره یې دا ستونزې بايد مذاکرات ونه دروي او باید دا بهیر دوام ومومي.
نوموړی زياتوي چې د بندیانو خوشې کول او د طالب مشرانو نومونو له تور لېسته ایستل به د دواړو لورو تر منځ د کېدونکې هوکړې له موضوعاتو څخه وي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "سبا هم چې کله مذاکرې ته ننوځو، بحثونه پیلېږي، پرمختګ به وشي، د افغانستان د خلکو لپاره هیله مندي پیدا کېږي چې اوس موږ سولې ته نږدې یو، هغه صورت کې د بندیانو مسئله نه مطرح کېږي یا له تور نوملړه د نومونو ایستل، خو دا به خامخا د توافقنامې یا هغو توافقاتو جز وي چې ترسره کېږي."
د ښاغلي عبدالله په خبره، ایراني چارواکو د طالب مشرانو له ورتګ وړاندې له ملي مصالحې عالي شورا سره تفاهم کړې او ده هم د هغه هېواد له چارواکو سره د سولې په خبرو اترو کې د فوري اوربند پر ټینګښت بحثونه کړي دي.
دی وایي چې افغان ښځې تېرو څو کلونو کې د جګړو تر ټولو لويه برخه قربانیانې دي او هېڅکله به هم د سولې په خبرو اترو کې د ښځو پر حقونو معامله ونه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې د سولې د خبرو د نا روښانه بهیر په اړه اندېښمنې دي.
د افغان ښځو شبکې د عدالت غوښتنې برخې مشرې روشن مشعل په دې ناسته کې وویل: "په دې دغه پروسه کې د ښځو او د هغوی د غوښتنو په پام کې نه نيول به د سولې په بهیر کې د پایدارۍ او عدالت د پام کې نه نيولو په معنا وي، ښځې به اجازه ورنه کړي چې د سیاسي تعاملاتو او د افرادو او ډلو د ګټو د تر لاسه کولو له امله دې د دوی حقونه، د سیاسي ګډون، اقتصاد، ټولنیزو چارو او زده کړو برخه کې یې لاسته راوړنې قرباني شي."
دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعيم ویلي چې نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) له غرمې مخکې د دغه دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي د ایران د ملي امنیت له شورا له مشر علي شمخاني او د دغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
دغه طالب ویاند په خپل ټویټر لیکلي چې په دغو لیدو کتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو اړوند مسایلو، د افغان مسافرینو او سوداګرو د تګ راتګ، په ایران کې د افغان سوداګرو د ستونزو، بین الافغاني مذاکراتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو د ټینګولو، په سیمه او افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه په تګلارو خبرې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې طالب پلاوی به له نورو لوړ پوړو ایراني چارواکو سره هم لیدنې کتنې ولري.
له هغه مهاله چې د سولې خبرې اترې مطرح شوي د لاسته راوړونو په ځانګړې توګه د مدني ازادیو، د ښځو د حقونو، د بیان ازادې او د نجونو د زده کړو په اړه د چارو د فعالینو له خوا وخت په وخت اندېښنې څرګندېږي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.