په چین کې د ایسارو کان کیندونکو له ډلې یو تن ژغورل شوی
د کیژیا سیمې د سرو زرو په کان کې څوارلس ورځې مخکې چاودنه شوې وه او تر اوسه پورې شاوخوا لس کان کیندونکي لا هم تر ځمکې لاندې ایسار پاتې دي.
د سرو زرو کان دا کان کیندونکي د ځمکې لاندې ۵۸۰ مترۍ کې په کار لګیا و چې چاودنه پرې وشوه او د وتلو لار یې بنده شوه.
په پېښه کې یو کان کیندونکی وژل شوی هم دی.
د چین دولتي ټلویزیون نن راپور ورکړی چې له دوه اونیو وروسته تر اوسه یو کس راژغورل شوی چې ډېر کمزوری شوی.
چارواکي وايي، ښايي دوه نورې اوونۍ هم وخت نیسي څو ژغورونکي ټیمونه لسو نورو کسانو ته چې د کان په یوه برخه کې ایسار دي لار خلاصه کړي.