په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې
په کابل کې نن د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي مسوول مجیب قاریزاده نن ازادي راډیو ته وویل، چې په ه دغه سیالیو کې د کابل له څلورو زونونو ۶۴ لوبغاړو ګډون کړی.
د نوموړي په وینا، د نن ورځې په لوبه د اختري د نخبګان چهاردهي ټیم د کابل شاهین لوبډلې سره میدان ته ووته چې نخبګانو ټیم په ټوله کې د ډېرو امتيازونو په تر لاسه کولو سره بریا خپله کړه.
ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ پلنګ ها لوبډله د کابل له اژدها لوبډلې سره مخ شي.
د سوک وهنې دغه سیالۍ به ٢٠ ورځې روانې وي.
د سیالیو هدف د غوره څېرو پېژندل په ګوته شوي.