د ملکي هوايي چلند ادارې د حکمتیار وروستي تورونه رد کړل
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تورونه رد کړل چې ویلي یې و بې نوم او نښان الوتکې د حامدکرزي له نړیوال هوايي ډګره قاچاق وړي.
حکمتیار پرون جمعه (د سلواغې ۳مه) د کابل په یوه جومات کې دا تورونه لګولي: "ولې بې لوګو الوتکې راځي؟ ولې یې امنیت د بلې ادارې له خوا نیول کېږي. هغه اداره چې په غلاوو کې شریکه ده. په لوټماریو کې شریکه ده او د هغو خلکو امنیت هم چې د چارواکو خپلوان دي نیسي. بې له کومې ویرې او مانع هر څه چې زړه یې غواړي وړي. طلا دي، پيسې دي ډالر دي. حتماً همدا دي بل څه نه دي."
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې بېګا ناوخته د حکمتیار د دغو تورونو په ردولو سره ویلي چې د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر کې کلک امنیتي څار کېږي او هرکال زرګونه کیلوګرامه مخدره مواد او سره زر کشف او اړوند ادارو ته یې سپاري.
دې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې د هېواد ټول سیاسي مشران دې د ګونګوسو له خپرولو وړاندې د ځان د ډاډمنولو لپاره موضوع له دوی سره شریکه کړي، څو د خلکو او رسمي ادارو باور زیانمن نه شي.