افغان چارواکي: بلخ کې لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې وايي، چې افغان ځواکونه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په هېواد او پلاس سیمو کې له طالبانو سره ونښتل چې په نتیجه کې یې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
بیان زیاتوي، چې په نښته کې لس نور وسله وال نیول شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.