"لا هم د څېړنو لپاره ټاکل شوى پلاوى نيمروز ته نه دى تللى"
د نيمروز اوسېدونکى میرحسن د عبدالقادر د ترور زوی دی.
دی وايي، د یکشنبې په شپه نږدې ۱۲ بجې د افغان هوايي ځواک ۴ الوتکو د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ د منزرې په کلي کې د اوویا کلن عبدالقادر کور په نښه کړ.
ادعا کېږي، چې په دې برید کې خپله عبدالقادر، د هغه زوی، ۵ لوڼې، اینګور او لمسیان چې ټول شمېر یې ۱۸ تنه کېږي، وژل شوي دي.
د عبدالقادر د کورنۍ یوازې دوه زامن نوراني او احمد ژوندي پاتې چې هغه هم په همدې پېښه کې ټپیان شوي.
هغه وویل: "د ده لوڼې په مېلمستیا راغلې وې. لمسیان یې هم وو، ۴ یې پیغلې لوڼې وې، خپله عبدالقادر، یو زوی یې ټول شهیدان شوي، یعنې د شهیدانو شمېر ۱۸ تنه دی."
میرحسن وايي، له دې پېښې۳ ورځې تېرېږي، خو لا هم څېړونکی پلاوی د څېړنې لپاره سیمې ته نه دی تللی.
دی د خپلې کورنۍ لپاره عدالت غواړي.
نوموړي زياته کړه: "پنځوس کاله کېږي چې موږ د خلکو بزګري کوو، د بل لپاره خواري کوو، اتهلس تنه یې ما ته شهیدان را واړول. زموږ درې کورونه یې ونړول، بمبار یې وکړ، ولې، د څلوېښت کورونو په منځ کې موږ پراته وو. "
که څه هم افغان حکومت د دې پېښې د څېړنې مسئولیت د نیمروز ولایتي ادارې ته سپارلی، خو د ولایت مقام دننه یوه سرچینه د خپل نوم نهښودو په شرط مني چې ګمارل شوی پلاوی تر اوسه سیمې ته نه دی تللی.
سرچینه په دې اړه لا ډېر وضاحت نه ورکوي.
خو د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې دا پېښه به په بېپرې ډول وڅېړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله لیکلي: "ولسمشر د نیمروز مسوولانو ته په ټینګار لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د وژل شویو کورنیو ته رسېدنه او د ټپیانو درملنه وکړي."
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په عملیاتو کې له پوره غور کار واخلي.
مينه پال وايي: "ولسمشر د نیمروز ولایت مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه او د ټپیانو اساسي درملنه وکړي. همدا ډول امنیتي او دفاعي بنسټونه دې د دې پېښې په اړه له هر اړخیزې څېړنې وروسته، خپل راپور جمهوري ریاست سره شریک کړي. "
ولسمشرۍ ماڼۍ همدا ډول د ملکیانو د مرګژوبلې مسئولیت پر طالبانو ور اچوي او زیاتوي، طالبان له ملکي وګړو د سپر په توګه ګټه اخلي.
خو طالبان بیا دا ادعا ردوی.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم له افغان حکومت غوښتي چې دا پېښه په عادلانه او روښانه ډول وڅېړي.
یوناما داسې مهال له افغان حکومت د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې یې د ملکي مرګژوبلې یو لامل د افغان هوايي ځواکونو بمبار یاد کړی دی.
خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ په منزرې سیمه کې یې د طالبانو پټنځای په نښه کړی او د ۹ پاکستانیانو په ګډون یې ۱۵ طالبان وژلي دي.
دفاع وزارت هم د ملکیانو د مرګژوبلې په اړه د څېړنو له پیل خبر ورکړی دی.