د فاریاب چارواکي: دوه بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې ووژل شول
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه غوښتل دغه ټانک د فاریاب په المار ولسوالۍ کې وچوي.
ښاغلی یورش زیاتوي: "له نېکه مرغه زموږ امنیتي ځواکونو د دې ټانک په اړه معلومات درلودل او هدف ته تر رسېدو دمخه یې دوه تنه برید کوونکي چې په دې ټانک کې وو ووژل. یو برید کوونکی عبدالعزیز نومېده چې په عرب مشهور او بهرنی وګړی وو. دغه ټانک هم چې د چاودېدونکو موادو ډک وو نن سهار په المار ولسوالۍ کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم په مرسته وچول شو."
د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، په دې چاودنه کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی، خو شااوخوا سیمو کې یې مالي زیان شته.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.