د نړیوال او اسیایي جام د غوراوي پړاو کې د افغانستان د لوبو مهالوېش اعلان شو
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (ای اېف سي) نن د نړیوال جام او اسیایي جام د غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان د راتلونکو دوه لوبو لپاره مهالوېش اعلان کړ.
د دې پلان له مخې به افغان لوبډله د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په ۲۵مه نېټه له بنګلهدېش سره مخ شي.
دغه لوبه به د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۵:۳۰ دقیقو ترسره شي.
همدارنګه افغانستان به د مارچ په ۳۰مه بله لوبه له عمان سره ولري.
د فوټبال کنفدراسیون بیا د دغو لوبو د ترسراوي ځای نهدی مشخص کړی.