افغانستان کې د ټرانسپورتي سکټور د پیاوړتیا په هدف هڅې پیل شوي
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت د ټرانسپورتي سکتور د پیاوړتیا او د اسیا په څلور لاره د افغانستان د بدلېدو په هدف ځانګړی پروګرام په پام کې لري.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله قوانچ نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به افغانستان له ټرانزیټي او اقتصادي پلوه ښې لاسته راوړنې ولري.
ټرانسپورت وزارت وايي، د دغه پلان له مخې به همغږي زیاته، د ټرانسپورتي شرکتونو خدمتونه معیاري او په جنیوا کنفرانس کې د ټرانسپورټ او سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان ژمنې تعقیب شي.
د دوی په وینا د دولت ټوله دستګاه ډیجیټلي کېږي او له دې وروسته باید د موټرونو، عوایدو، سرکونو او نورو په اړه معلومات الکترونیکي او په بشري سرچینو کې ژور اصلاحات راشي.
تردې وړاندې ولسمشر غني هم ټینګار کړی، چې ټرانسپورت باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي.