د بښني سازمان د بشري حقونو د فعالې کریمه بلوچ پر مړینې خواشیني وښوده
کریمه بلوچ د بلوچ زده کوونکو د سازمان پخوانۍ مشره په دوه زره پنځلسم کال کې د پاکستان له بلوچستانه کاناډا ته وروسته تردې ولاړه چې ادعا یې وکړه چې د مرګ ګواښونه ورته کېدل.
د کریمې بلوچ مړی پرون د کاناډا په ټورنټو ښار کې وموندل شو. د کاناډا پولیسو د دې پېښې تحقیقات پیل کړي دي.