د بغداد پر شنه سیمه راکټونه لګېدلي
د دغو بریدونو له کبله د امریکا سفارت انګړ سطحي زیانمن شوی او شاوخوا هستوګنیزې سیمې هم یو څه زیانمنې شوې دي.
د عراق د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون یکشنبه پر دغې سیمې ۸ توغندي لګېدلي دي.
پوځ دا بریدونه د (ناقانونه ډلې) کار بللی دی.
امریکایي چارواکو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د ایران له ملاتړه برخهمنو ملېشو کار بللی دی.