ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو مدافعینو ایران کې د روح الله زم اعدام غندلی
په اروپايي ټولنې سربېره، د بښنې نړیوال سازمان، د کاناډا او جرمني د بهرنیو چارو وزارتونو، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې او د رسنیو یو شمېر مدافعانو په دې تړاو اعلامیې خپرې کړي دي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټوېټ کې د روح الله زم اعدام غندلی او د هغو خلکو پر وړاندې یې په مقاومت ټینګار کړی چې خبریالانو ته ګواښ پېښوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د زم د اعدام په غندلو سربېره دا کار ټکان ورکوونکی بللی دی.
روح الله زم چې د ایران د رژیم له خوا اسرائیل او امریکا ته په جاسوسۍ تورن شوی و پرون سهار وختي په ایران کې اعدام شو. زم دا تورونه تر پایه نه منل.