ازربایجان: قره باغ کې د اوربند له پلي کېدو سره سره ۴ سرتیري وژل شوي
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ډېر جزئیات نه دي ورکړي، خو یوازې یې ویلي چې دا وژنې د ازربایجاني ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي.
د نګورنو قره باغ لانجه د روسیې په منځګړیتوب د اوس لپاره هواره شوې چې له مخې یې لږ تر لږه درې سیمې د اذربایجان ته ورپرېښودل شوي.
تر دې یوه ورځ مخکې دواړو ازربایجاني او ارمنستاني چارواکو یو بل تورن کړل چې بیا یې تازه درنه جګړه پیل کړې ده.
نوې جګړه په هدروت سیمه کې راپور شوې ده.
ازربایجان په جګړو کې د خپلو نږدې ۲۸۰۰ سرتیرو وژنه تایید کړې که څه هم ارمنستان د وژل شویو سرتیرو رسمي شمېر نه دی خپور کړی، خو د نګورنو قره باغ چارواکو ویلي چې د دوی څه باندې ۲۳۰۰ عسکر وژل شوي.