د بدني روزنې ریاست: المپیکي سیالیو لپاره ۶ لامبو وهوونکي وټاکل شول
دغه سيالۍ ۲۰۲۱ میلادي کال کې په جاپان کې ترسره کېږي.
د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون رئیس قاسم حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د ۲۰۰ لوبغاړو له منځه ټاکل شوي دي.
د غوره لامبو وهوونکو د ټاکلو لپاره یادې سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوې او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده.
په یادو سیالیو کې ۳۰ غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته هم وټاکل شول.