روحاني: ایران د سوریې د رژیم ملاتړ ته ادامه ورکوي
د ایران د ولسمشر د وېب پاڼې په وینا، حسن روحاني دا خبرې پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱۷مه) په تهران کې د سوریې له بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد سره د لیدنې پر مهال وکړې.
وروسته تر دې چې د سوریې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ولید المعلم مړ شو دا بهر ته د فیصل مقداد لومړی رسمي سفر دی.
په سوریه کې د دوه زره یوولسم کال د مارچ په میاشت کې د حکومت د مخالفانو له ځپلو سره شخړې پیل شوې چې تر اوسه په کې تر څلور لکه ډېر کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې کوره شوي دي.