د خبیرپښتونخوا ایالت په یوه روغتون کې یې د ۷ کارکونکو دندې ځنډول شوي
په هغه لومړني راپور کې چې په پیښور کې د خیبر کدري روغتون پرون یکشنبې خپور کړ، ویل شوي پنځه ناروغان د دغه روغتون د کرونا ویروس په ځانګړې څانګه او یو په عاجله څانګه کې د مصنوعي اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوې دي.
د دغه روغتون رییس طاهرخان هم د هغو کسانو په ډله کې چې دندې یې ځنډول شوې دي.
په پاکستان کې د کرونا له ۴۱۶ زره زیاتې پېښې ثبت شوي او له امله یې له ۸ زره او درې سوه زیات کسان مړه شوي دي.