مرسل احمدزۍ د پښتو ژبې کتابونه په غږيزه بڼه وړاندې کوي
په بيلجم کې ميشت پښتنه فعاله مرسل احمدزۍ هلته کډوالو ته درسونه ورکوي. دا خبریاله هم پاتې شوې او په افغانستان کې يې له بيلا بېلو رسنيو سره کار هم کړی دی.
مرسل د کتاب غږ په نامه يو ټيوب چينل جوړ کړې چې پکې د پښتو کتابونه په غږيزه بڼه وړاندې کوي. په سروې خپرونه کې مرسل احمدزۍ ميلمنه ده او د پروګرام کوربنه مليحه اميرزاده ده.